مسؤلان: د قره قل د پوستکو په صادراتو کې کموالی راغلی

آرشیف، د قره قل خولۍ

د افغانستان د قره قل پوستکي د ادارې مسؤلان وايي، د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال له پیله تر اخره پورې په صادراتو کې ډېر کموالی راغلی دی.

د دغې ادارې اداري مدیر محمد عارف نن ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۳۹۷ مالي کال کې د قره قل پوستکي صادارات یو لک او نوي زره جلده و، حال دا چې تېر کال دا رقم پنځه لکه او پنځوس زره جلدو ته رسېده.

ښاغلی عارف وايي، تر ډېره د قره قل پوستکي له دغه هېواده فنلنډ او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادرېږي.

د ښاغلي عارف په خبره، د قره قل پوستکي د قیمت په ټیټېدلو او په بهرنیو مارکېټونو کې یې کمې غوښتنې ته په پام سره، اوس مالداران په دې برخه کې فعالیت نه کوي.

ښاغلی عارف وايي، د قره قل له پوستکي په هېواد کې دننه خولۍ او په نورو هېوادونو کې جامې جوړوي.