عبدالله: د اجرائیه ریاست څوکۍ مو سره له دوو مرستیالانو په پام کې نیولې

ارشیف، د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند عبدالله عبدالله

د حکومت اجرائیه رئیس وایي، په انتخاباتي ټیم کې یې د اجرائیه ریاست څوکۍ سره له دوو مرستیالانو په پام کې نیولې ده.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن مخکې له دې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ځان رسماً د کاندید په توګه ثبت کړي، په کابل کې په یوه انتخاباتي غونډه کې وکړې.

عبدالله عنایت الله فرهمند لومړی مرستیال او اسدالله سعادتي یې دوهم مرستیال غوره کړي دي.

د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر او د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د وحدت اسلامي ګوند مشر او د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي او یو شمېر نورو سیاستوالو او د ثبات او همپالنې ټیم د عبدالله ملاتړ کړی.

په پام کې ده چې نن افغان ولسمشر اشرف غني له خپلو دوو مرستیالانو سره د انتخاباتو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.

د جمهوري ریاست یوه سرچینه وایي چې امرالله صالح او سرور دانش یې د لومړي او دوهم مرستیال په توګه غوره کړي دي.

نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره چې ټاکل شوې د سرطان په ۲۹مه وشي، د کاندیدانو د نوم لیکنې وروستۍ ورځ ده.

تراوسه شااوخوا دولسو کسانو د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ځانونه کاندید کړي دي.