چارواکي: د لوګر د والي د موټرو پر کاروان برید کې ۸ تنه وژل شوي

د لوګر د والي د موټرو پر کاروان د برید د ځای یو انځور

د لوګر د والي د موټرو پر کاروان په وسله وال برید کې نږدې اتلسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لوګر د والي محمد انور اسحق زي د موټرو پر کاروان دغه برید نن سهار شااوخوا لس بجې د محمد اغې ولسوالۍ د سفید سنګ په سیمه کې شوی دی.

د لوګر والي محمد انور اسحق زي ازادي راډیو ته وویل چې په دې برید کې ده ته زیان نه دی رسېدلی، خو یو شمېر ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده وویل:

"د لوګر- کابل پر لاره باندې زموږ د موټرو پر کتار انتحاري چاودنه وشوه، د ملي امنیت رئیس هم له ما سره په موټر کې و، موږ دواړه روغ رمټ یوو، خو شهیدان او زخمیان لرو."

چارواکو ویلي چې په دې برید کې د والي او د لوګر د ملي امنیت اته ساتونکي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ویلي چې دا برید دوی کړی دی.