رنجبر: څو چې د ولسي جرګې نوي وکیلان کار پیلوي، د اوسنیو کار قانوني دی

ارشیف، د افغانستان د ۱۶مې دورې استازي د ولسي جرګې په تالار کې

د افغانستان د ډموکراتو حقوقو پوهانو ټولنه وايي، تر کومه چې د ولسي جرګې ۱۷مه دوره خپل کار پیلوي، د اوسنیو وکیلانو کار قانوني دی.

د دغې ټولنې رئیس کبیر رنجبر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شوي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ژمنه کړې چې ورستۍ پایلې به هم ډېر ژر اعلان کړي.

خو ښاغلی رنجبر وايي چې د ۱۷مې دورې په پیل سره به هغه ولایتونه چې په کې انتخابات نه دي ترسره شوي او یا یې رأیې باطلې اعلانېږي او بې برخلیکه وي، د سرنوشت تر معلومېدلو پورې به یې څوکۍ تشې وي او پخواني وکیلان په هېڅ وجه کار ته ادامه نه شي ورکولای.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسي غړي تېره ورځ په ژمنيو رخصتیو ولاړل.

له ښاغلي رنجبر سره اجمل تورمان مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي رنجبر سره مرکه