د سوریې دولتي ټلویزیون وايي چې نن د دغه هېواد په پلازمېنه دمشق کې د ګڼې ګوڼې په وخت چاودنه وشوه.
تراوسه پورې د دې چاودنې په اړه چې د دمشق د جنوب په قزاز سیمه کې وشوه، د مرګ ژوبلو جزیات نه دي څرګند.
دولتي ټلویزیون دا چاودنه ترورېستي حمله بللې ده.
د پېښې ځای امنیتي ځواکونو محاصره کړی دی.