خلیلزاد: د امریکا هدف په افغانستان کې د سولې غوښتل دي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد

زلمي خلیلزاد ويلي چې سولې ته د رسېدو لپاره چمتو دی چې د ټولو خواوو مشروع اندېښنې له یوې داسې لارې ځواب کړي چې د افغانستان خپلواکي او حاکمیت تضمین او د سیمې د هېوادونو د مشروع ګټو ځواب ویوونکي وي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد دا خبره پرون شپه په خپله ټویټر پاڼه کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې، جګړه باید سمدستي پای ته ورسېږي، خو د سولې لټون لا هم په دې معنی دی چې له اړتیا سره سم باید جنګ وکړو.

هغه زیاته کړې، ګڼ کسان اندېښنه لري چې امریکا هم سوله او هم جنګ غواړي، خو د ده په خبره، امریکا متحده ایالتونه سوله غواړي.

زلمی خلیلزاد دا څو ورځې په پاکستان کې و، چېرته چې ده د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او صدراعظم عمران خان سره د افغانستان د سولې او پخلاینې پر موضوع خبرې وکړې.

زلمي خلیلزاد د جنورۍ له اتمې هند، چین، متحده عربي اماراتو، افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مهالوېش له مخې یې دا سفر همدا را روانه سې شنبه پای ته رسېږي.