د اذربایجان په پلازمېنې باکو کې پرون زرګونه کسانو لاریون وکړ

د اذربایجان په پلازمېنې باکو کې پرون زرګونه کسانو لاریون وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې سیاسي بندیان خوشې کړي.

لاریون کوونکو په خپل ولسمشر الهام عليیف غږ کاوه چې د فساد ضد مشهور بلاکر مهمان حسینوف په شمول ټول سیاسي بندیان خوشې کړي.

که څه هم په لاریون بندیز و او ویل کېږي چې تر مظاهرو مخکې سل کسان بندیان شوي وای، خو پولیسو ویلي چې ۲۸۰۰ کسانو په لاریون کې برخه درلوده.

د ډموکراټیکو ځواکونو ملي شورا او مخالفو ګوندونو دا لاریون رهبري کاوه چې په خبره یې، شااوخوا شلو زرو کسانو پکې برخه اخیستې وه.

لاریون والو شعار ورکاوه چې "سیاسي بندیان خوشې کړئ" او "موږ ګټونکي یوو."

خو د اذربایجان حکومت وايي، سیاسي بندیان نه لري.