احمدولي مسعود نن خپل انتخاباتي ټکټ اعلان کړ

ارشیف، د ملي وفاق د سیاسي جریان مشر احمدولي مسعود

د ملي وفاق د سیاسي جریان مشر احمدولي مسعود نن خپل انتخاباتي ټکټ اعلان کړ.

ده وویل، تصمیم لري چې نن له غرمې وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک ته لاړ شي او د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ځان او خپل دوه مرستیالان ثبت کړي.

ده خپله لومړۍ مرستیاله د لوړو زده کړو د وزارت پخوانۍ وزیره فریده مهمند او دوهم مرستیال لطیف نظري معرفي کړل.

ده وویل، د ریاستي نظام تغیر ته ژمن دی او د بریالیتوب په صورت کې به د لویې جرګې له لارې په اساسي قانون کې بدلون راولي.

ده وویل ، خپله انتخاباتي مبارزه به له خپلو دوو مرستیالانو سره یو ځای د "تغیر" په نامه پرمخ بوځي.