امید میثم: عبدالله عبدالله په هېڅ انتخاباتي ټکټ کې ګډون نه کوي

آرشیف، د افغانستان د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په هېڅ انتخاباتي ټکټ کې ګډون نه کوي.

د افغانستان اجرائيه ریاست د دې خبر په تأييد سره وايي، د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ډلې پر جوړېدو غور جریان لري.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې وویل:

"تر اوسه پرېکړه نه ده نهايي شوې، خو یوه خبره په زغرده درته کولای شم چې اجراييه رئیس په ولسمشريزو انتخاباتو کې د مرستيال په توګه ګډون نه کوي."

تر دې مخکې سرچينو ويلي چې د افغانستان اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله ښايي د بهرنیو چارو پخوانی مرستيال وزير حکمت خليل کرزی او د محمد کریم خليلي له خوا وړانديز شوی یو کس په انتخاباتي ټکټ کې د خپل مرستيال په توګه وټاکي.

د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو لپاره د نوماندانو د نوم ثبتولو بهير د مرغومې په دېرشمه نېټه د يکشنبې په ورځ پای ته رسېږي.

په ارګ کې يوې سرچينې ويلي چې ولسمشر محمد اشرف غني به سبا یکشنبه له دواړو مرستيالانو سره د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوماند په توګه رسماً نوم ثبت کړي.

دې سرچينې چې نه یې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ويلي چې ولسمشر غني د افغانستان د کورنيو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح د خپل لومړي مرستيال او سروردانش د دوهم مرستيال په توګه انتخاب کړي دي.