بلغاریه له ترورېستانو سره په مالي مرسته تورن ۴۳ کسان نيولي

د بلغاريه ځانګړو پولیسو په دې هېواد کې د هماهنګو عملیاتو پر مهال یوه ډله افشا کړې چې له دې هېواده له بهرنیو ترورېستانو سره په مالي مرسته تورنه ده او په دې تړاو يې ۴۳ کسان نيولي دي.

د بلغاريه د لویې څارنوالۍ مرستيال ايوان ګشيف د جمعې په ورځ وويل چې یو مشکوک کس د سوريې وړی چې په بلغاریه کې يې دايمي اقامت درلود او ويل کېږي چې له هېواده دباندي يې د وسله والو سخت دريځو لپاره پيسې انتقالولې.

ښاغلي ګشیف په خبري کنفرانس کې د مشکوکو کسانو د هويت او په دې اړه چې څومره پیسې انتقال شوي دي، څه ونه ويل خو ويې ويل چې دا پیسې سخت دريځو ته د حوالې له لارې ورلېږل شوي.

د ده په وينا، په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې تر يو کال پلټنو وروسته دا ډله په بلغاریه کې د قانون منګولو ته لوېدلې ده.