محمد حنیف اتمر نن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندید په توګه رسماً خپل نوم ثبت کړ.
د ښاغلي اتمر په انتخاباتي ټکټ کې محمد یونس قانوني د لومړي او محمد محقق د دوهم مرستیال په توګه معرفي شول.
ښاغلي اتمر له نوملېکنې وروسته په یوه خبري غونډه کې د خپلو اهدافو په اړه معلومات ورکړل:
"موږ د ملي وحدت، سولې او عدالت لپاره ملا تړلې او هیله مو له روان حالته د هېواد ایستل او د حکومت د مشرتابه بدلول دي."
اتمر خپل انتخاباتي ټیم د سولې او اعتدال په نوم یاد کړ.
د اتمر د انتخاباتي ټیم یوه غړي برنا کریمي وویل چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د سولې او اعتدال د ټیم ملاتړ کوي.
.