د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.
خلیلزاد چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت د هڅو په ترڅ کې په سیمه کې دی پاکستان ته د سفر په دوهمه ورځ له ښاغلي قریشي سره ګوري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن وویل چې خلیلزاد په افغانستان کې د جګړې د بندولو لپاره د خپلو هڅو په اړه قریشي ته معلومات ورکړل.
فیصل وویل چې قریشي هم خلیلزاد ته د سولې له هڅو سره د پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکړ.
پهداسې حال کې چې طالبان له افغان حکومت سره خبرې ردوي او یوازې له امریکا سره پر خبرو ټینګار کوي، واشنګټن هیله لري چې پاکستان به د افغانستان د کړکېچ په حل کې مرسته وکړي.
خلیلزاد پرون د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینې جنجوعه سره هم ولیدل او د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې ورسره وکړې.