پاکستان نوی قاضي القضات وټاکه

جسټس اصف کهوسه

جسټس اصف کهوسه د پاکستان د پخواني قاضی القضات ثاقب نثار پرځای د دې هېواد د سترې مکمې د ۲۶م قاضي القصات په توګه سوګند پورته کړ.

د پاکستان د نوي قاضي القضات د سوګند پورته کولو مراسم د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان په صدارتي ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې ترسره شول.

په دغه غونډه کې د پاکستان پر صدراعظم عمران خان سربېره ګڼ شمېر سیاسي او پوځي مشرانو هم ګډون کړی و.

د پاکستان پخوانی قاضي القضات جسټس ثاقب نثار په داسې وخت کې تقاعد شوی چې په پاکستان کې په‌دې وروستیو کې د ځینو سیاسي مشرانو پرضد د فساد په ګډون ګڼ شمېر سیاسي دوسیې ثبت شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد پخوانی قاضي القضات ثاقب نثار د دې هېواد تر ټولو مخور قاضي القضات و چې په‌خپله دوره کې یې په پاکستان کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د اوبو د بندونو د جوړولو لپاره جدي هڅې پیل کړې او ګڼ شمېر دوسیې یې پر وخت ختمې کړې.