د کولمبیا حکومت تېر ماښام د دې هېواد په پلازمېنې بوګوټا کې د یوې موټري بمي چاودنې وروسته درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی.
د کولمبیا د پولیسو په وینا پهدې چاودنه کې چې د پولیسو د اکاډمۍ په تعلیمي برخه کې وشوه، ۲۱ کسان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.
دا په تېرو ۱۶ کلونو کې په کولمبیا کې تر ټولو خونړۍ برید دی.
د دې هېواد دفاع وزارت ویلي، پهدې تروریستي برید کې اتیا کیلوګرامه چاودیدونکي مواد کاریدلي و.
د کولمبیا پولیسو ویلي، په چاودنه کې خپله بریدګر هم وژل شوی او روغتون ته له انتقال شویو ټپیانو څخه ۵۸ تنه یې له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.