جاوېد: فاریاب کې پر پوځي کاروان برید کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

د افغانستان دفاع وزارت تأییدوي چې د فاریاب ولایت په شیرن تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یو کاروان وسله‌والو طالبانو برید کړی او سرتېري یې په جګړه اوښتي، خو وايي، په‌کې درنه مرګ ژوبله طالبانو ته اوښتې ده.

تر دې مخکې قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي نن سهار رسنیو ته په یوې استولي پیغام کې ادعا کړې وه چې د فاریاب په شرین تګاب ولسوالۍ، فیض اباد دښته کې یې د حکومت پر یو پوځي کاروان بریدونه کړي چې د ده په وینا ګڼ دولتي وسایل او وسایط یې له منځه وړي او لسګونو افغان سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد ازادي راډیو ته وویل، په فاریاب کې پر یو پوځي کاروان وسله‌والو برید کړی خو مرګ ژوبله په کې طالبانو ته اوښتې:

"وسله‌والو تروریستانو ته په‌دې نښته کې درته مرګ ژوبله اوښتې، البته زموږ خوا ته دوه درې د انتقالاتو موټر په کمه اندازه تخریب شوي دي. نور تلفات موږ نه‌لرو خو وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده."

ویل کېږي چې دا نظامي کاروان له میمنې څخه مزار شریف ته روان و چې د شیرین تګاب ولسوالۍ کې له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه اوښتې.

فاریاب د افغانستان په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې وسله‌والو طالبان په کې پراخ فعالیتونه لري.