د سرپل ولایت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په کوهستانات ولسوالۍ کې شاوخوا څلوېښت کورنۍ له خپلو مېنو جبري وتلو ته اړې کړي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې دې کورنیو ته د تن له جامو پرته نور هېڅ هم نهدي پاتي.
د اماني په وینا طالبانو دا خلک ځکه له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي چې د کورنۍ غړو یې په دولتي ادارو کې کار کاوه:
"دې خلکو ته یې ګواښ کړی دی چې یا باید د خپلو کورنیو غړي له حکومتي ادارو وباسي او یا باید خپل کور- کلی پرېږدي او د حکومت د حاکمیت په ساحه کې ژوند وکړي."
د سرپل د والي ویاند وايي چې بېإځایه شویو کورنیو مرکز سرپل ته کډه کړې او هغوی ته د مرستو د رسولو هڅې روانې دي.
ذبیح الله اماني وايي، له کوهستانات ولسوالۍ څخه څو نورې کورنۍ هم د وتلو په حال کې دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.