په بدخشان کې د واورو د ښوئیدو له کبله ۸ تنه وژل شوي

په بدخشان ولایت کې د واورو د ښوئیدو یا برفکوچ له کبله اته کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمدنظري ازادي راډیو ته وویل چې دې برفکوچ د پنجشنبې په ورځ د راغستان ولسوالۍ یو شمېر سیمې زیانمنې کړي.

ښاغلي نظري زیاته کړه:

"د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په زرنداب سیمه کې یو برفکوچ راوتلی چې په پېښه کې زموږ اته هېوادوال شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي."

ښاغلي نظري وویل چې ورته برفکوچونو د مایمي او تګاب په ګډون د بدخشان ولایت د یو شمېر نورو ولسوالیو اړوندو سیمو ته هم زیانونه اړولي دي خو انساني تلفات نه‌لري.