د روسیې په سن پټرزبورګ کې د اور لګېدو پېښې یو تن وژلی

ارشیف، د سن پټرزبورګ ښار

د روسیې په سن پټرزبورګ ښار کې پرون په یوه مطبعه کې د اور لګېدو په پېښه کې یو تن مړ او درې نور ټپیان شول.

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت وايي چې اور لومړی د دې مطبعې د څلور پوړېزې ودانۍ په دوهم پوړ کې ولګېد او وروسته درېیم پوړ ته وغځېد.

په پېښه کې د دې ودانۍ د دوهم پوړ چت رالوېدلی دی.

شاوخوا ۳۰ کسان د پېښې له ځایه ژغورل شوي دي. د دې اور لګېدو علت تراوسه نه دی روښانه شوی.