پوتین: کاسوو د صربیا په وړاندې پارونې کوي

ولسمشر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې صربیا ته په سفر تللی دی، پر کاسوو تور لګولی چې د خپل پوځ د جوړولو په څېر د اقداماتو په وسیله د صربیا په وړاندې پارونې کوي.

پوتین چې پرون په بلګراد کې له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل چې د کاسوو اقداماتو له صربیا سره په اړیکو کې کړکېچ رامنځ ته کړی او ښايي سیمه بې ثباته کړي.

صربیا په ۱۹۹۹ میلادي کال کې پر کاسوو ولکه وروسته له هغه له لاسه ورکړه چې ناټو د صرب ځواکونو له‌خوا د البانیایانو د وژنو او له خپلو مېنو د هغو د شړلو د مخنیوي لپاره هوايي حملې پیل کړې.

د بلګراد او پریستینا اړیکي هغه مهال نورهم ترینګلي شول چې کاسوو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له صربیا څخه خپلواکي اعلان کړه.

د امریکا په ګډون څه باندې ۱۱۰ هېوادونو د کاسوو خپلواکي په رسمیت پېژندلې خو صربیا او روسیې دا کار نه‌دی کړی.

د کاسوو پارلمان د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال د دسمبر په ۱۴مه هغه طرح تصویب کړه چې له مخې یې د کاسوو دوه نیم زره کسیز امنیتي ځواک په پنځه زره کسیز پوځ بدلېږي.

پوتین وویل چې د کاسوو له خوا د پوځ جوړول غیرقانوني کار دی.