د نشه‌يي موادو د ۲۹ قاچاق کوونکو او خرڅوونکو نومونه اعلان کړل

د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي موادو د «۲۹» قاچاق کوونکو او خرڅوونکو نومونه اعلان کړل.

د کورنیو چارو وزارت د ۲۹ قاچاق کوونکو د نومونو په خپرولو سره له کابل ښاریانو څخه غواړي چې له امنیتي ځواکونو سره د تورنو کسانو په نیولو کې مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، په نشو باندې د ځوانانو اخته کېدل، په ښارونو کې د جرمونو او امنیتي ستونزو ډېروالی د نشه يي موادو له قاچاقو او خرڅلاو سره مستقیمه اړېکه لري.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

ښاغلی رحیمي وايي چې څارنوالۍ د دې ۲۹ کسانو د نیولو حکم ورکړی دی:

"د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي د ځوانانو په معتاد کولو سره هغوی د ځان ملګري کوي او بيا په جرمونو کي کار ځیني اخلي. د کورنیو چارو وزارت د اجتماعي شبکو له لارې د ۲۹ کسانو د نومونو لېست خپور کړ. دا د قاچاق کوونکو ډلو او نشه يي موادو د عمده خرڅوونکو هغه مشران دي چې له پولیسو څخه پټ شوي دي. کابل ښاریان کولای شي چې د دوی په نيولو کې له پولیسو سره همکارۍ وکړي. په‌دې برخه کې ټولو مسوولو ادارو ته جدي لارښوونه شوې چې دا تورن خلک ډېر ژر تشخیص او نیسي."

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې که څوک د نشه يي موادو د کوم قاچاق کوونکي او خرڅوونکي په اړه له پولیسو سره همکاري وکړي او په نتيجه کې يې هغه تورن کس ونيول شي، نو همکار شخص ته به ۵۰ زره افغانۍ د انعام په ډول ورکول کېږي.

تېره اوونۍ د عامې روغتیا وزیر په یوه مکتوب کې د کورنیو چارو له وزارته غوښتي و چې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نیولو لپاره جدي اقدام وکړي، ځکه د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د فعالیت دوام نور ځوانان هم په نشو اخته کوي.

د ولسي جرګې غړی قادر ځاځی د قاچاق کوونکو په برخه کې د کورنیو چارو وزارت تازه اقدام ستايي، خو په‌دې برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې غړی قادر ځاځی

نوموړي زیاته کړه:

"خدای دې وکړي چې داسې احکام عملي شي او کمپایني شکل و نه لري. د نشه يي موادو قاچاق کوونکو په لکونو ځوانان په‌دې بدمرغه ناروغۍ اخته کړي او ژوند یې ور خراب کړی دی، ترڅو چې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي او خرڅوونکي و نه نيول شي، موږ د اعتياد مخه نه شو نیولای."

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس په تېرو دوو اوونیو کې په کابل ښار کې نېږدې شل تنه د نشه يي موادو خرڅوونکي نیول شوي دي.

ښاغلی ځاځی په ټول هېواد، په تېره بيا کابل ښار کې د جرمي پېښو ډېروالی د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو ډلو کار بولي.

راپور: مرسلین ارسلا

دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارسلا راپور