د افغان ماشومانو د تلفاتو پر زیاتوالي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنې!

آرشیف

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغان ماشومانو د تلفاتو د کچې زیاتوالي اندېښمن کړي دي.

په افغانستان کې په ځانګړي ډول پایتخت کابل کې وروستیو خونړیو بریدونه د لویانو تر څنګ له ماشومانو هم قرباني اخیستې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۷» ازادي راډيو ته وویل، سره له دې چې ماشومان په جګړو کې ښکېل نه‌دي خو ورځ تر بلې یې مرګ ژوبله په زیاتېدو ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ملکي تلفات په تېره بیا د ماشومانو تلفات په کلکه توګه غندي او له بده‌مرغه دا تلفات د مخالفو وسله‌والو له لوري رامنځته کېږي، موږ اندېښمن یو، په دغو بریدونو کې چې ترسره کېږي په‌کې ماشومان چې په جګړو کې بوخت نه‌دي قرباني کېږي او د ماشومانو تلفات ورځ تر بلې زیاتېږي.​"

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي

خو ښاغلي صدیقي په‌دې اړه ارقام ورنه‌کړل.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په وروستیو خونړیو بریدونو کې د ماشومانو د تلفاتو د کچې په اړه په کابل کې د ملګرو ملتونو اداره یا یوناما، د افغانستان د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونه او د ملکي وګړو د خوندیتوب کمېټه هم وپوښتي، خو بریالۍ نه‌شوه او یو شمېر مسؤلینو په‌دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

د روانې لمریزې میاشتې په پیل کې پر فواید عامې وزارت چاودنه کې له ۲۵ زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا تر چاودنې وروسته د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارت ویاندیویانو په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وکړه، خو دا یې ونه‌ویل چې په‌دې کې په کوم شمېر ماشومان وژل شوي او په کوم شمېر نور ټپیان شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

لومړۍ واوره او د کابل ښاریانو هیلې! ​

دغه‌شان تازه د کابل پر ګرین وېلېج کمپ حمله کې ۳۰ ماشومان ټپیان شوي چې د اندرا ګاندي روغتون مسؤلینو دا منلې او ډېری یې اوس هم په دغه روغتون کې بستر دي.

دغه‌شان له یو شمېر ولایتونو هم وخت په وخت په هوايي بمباریو، انتخاري حملو او چاودنو کې د ماشومانو د تلفاتو په اړه ویل شوي دي.

د راپورونو له مخې، له تېرو دوو لسیزو راپه‌دېخوا د ناامنیو له کبله د افغان معلولو ماشومانو شمېر ۱۰ زرو ته رسېدلی دی.

له دې سره په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ مؤسسه «save the children» له افغان حکومت او د جګړو له ښکېلو غاړو د ماشومانو د ژوند خوندیتوب ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د دغه دفتر ویاندې مریم عطایي ازادي راډیو ته وویل:

"د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۳۶۳ زیات ماشومان وژل شوي او ۹۹۲ ماشومان ټپیان شوي دي، موږ له افغان حکومت او د جګړې له ښکېلو غاړو غواړو چې ډېره هڅه وکړي چې د جګړو پر مهال ماشومان خوندي وي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په جګړه کې د ماشومانو مرګ ژوبله د بشري حقونو د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف او د بشر ضد عمل دی او له حکومته غواړو چې د ټولو وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو امنیت او خوندیتوب ته پام واړوي.

راپور: فېروزه عزیزي