د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ممکن د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی او د محمد کریم خلیلي په خوښه یو بل کس د خپل انتخاباتي ټکټ د مرستیالانو په توګه غوره کړي.
یوه ورځ وروسته له دې چې اجرائیه ریاست ولسمشریزو ټاکنو ته د عبدالله عبدالله د کاندیدیدو خبر ورکړ، د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند وايي په انتخاباتو کې به د عبدالله عبدالله د بري په صورت کې په راتلونکي حکومت کې د اجرائیه ریاست موجودیت ستونزه ونهلري.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم پهدې اړه د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۷» ازادي راډیو ته وویل:
"اجرائیه ریاست د ولسمشرۍ ماڼۍ حکم لري، د اجرائیه ریاست په موجویت کې کومه ستونزه نهشته. بیا هم دا هغه تصمیم دی چې له وخت سره سم اعلانېږي."
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند مرستیال امید میثم
اجرائیه ریاست ته یوه نږدې سرچینه چې نهغواړي نومیې واخیستل شي وايي، د لومړي مرستیال لپاره له حکمت خلیل کرزي سره هوکړه نږدې شوې ده.
سرچینه زیاتوي، بل بحث دا دی چې د محمد کریم خلیلي په مشرۍ حزب وحدت اسلامي د عبدالله لپاره دوهم مرستیال معرفي کړي.
دغهشان ځینو سرچینو له دغه ټکټ سره د دفاع د پخواني مرستیال مراد علي مراد د یوځای کېدو خبر هم ورکړی، خو ښاغلي مراد او اجرائیه ریاست تر اوسه پهدې هکله نظر نهدی څرګند کړی.
عبدالله ته نږدې سرچینې وايي، دغه ټکټ ته د عبدالرشید دوستم د جلبولو هڅې هم روانې دي.
د دغو سرچینو په خبره دوستم له عبدالله نه لومړی معاونیت غوښتی، خو پهدې اړه چې لومړی مرستیال بهیې د جنبش ملي د نظر وړ کس وي او که حکمت خلیل کرزی، بحثونه روان دي.
بلخوا عبدالرشید دوستم ته یوې نږدې سرچینې د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د عبدالله عبدالله له انتخاباتي ټکټ سره د دوستم د یوځای کېدو لپاره خبرې روانې دي او ممکن وروستۍ شي.
په دې اړه نور:
سرچینه: راتلونکو ټاکنو ته د اشرف غني دواړه مرستیالان ټاکل شويپه پام کې ده چې د افغانستان ولسمشریز انتخابات د راروان کال د سرطان په ۲۹مه وشي او اوس چې د کاندیدانو د نوم ثبتولو پای ته درې ورځې پاتې دي، ځینو کسانو د کاندیدانو په توګه د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې خپل نومونه ثبت کړي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي چې انتخاباتي ټکټونهیې بشپړ شوي دي.
تر اوسه ښکاره نهده چې محمد اشرف غني به په کومه ورځ د نوملیکنې لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورشي، خو ښاغلي اتمر ته نږدې سرچینو ویلي چې دی به د جمعې په ورځ ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندید په توګه د انتخاباتو په کمېسیون کې خپل نوم ثبت کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي جنبش ګوند وايي، د عبدالرشید دوستم خبرې له یوه مخکښ کاندید سره وروستۍ شوي او امکان لري چې د جنبش د نظر وړ کاندیدان د یکشنبې په ورځ د نوملیکنې لپاره د انتخاباتو کمېسیون ته ولاړ شي.
د افغانستان د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق
د دغه ګوند مرستیال عبدالله قرلق وايي:
"تقریباً ویلی شم چې له یوه مؤثر کاندید سره تفاهم او توافق وروستی شوی دی. که د نوملیکنې پروسه ونهځنډېږي له یوه کاندید سرهیې خبرو پرمختګ کړی، انشاءالله د نوملیکنې لپاره به لاړ شي."
عبدالله عبدالله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې هم د افغانستان د انتخاباتو کاندید و، خو په انتخاباتو کې د درغلیو د تور له امله د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کري په منځګړیتوب د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت په نوم توافقي حکومت جوړ شو.
عبدالله په تېرو انتخاباتو کې د جمعیت اسلامي ملاتړ درلود، خو د دغه ګوند اجرائیوي رئیس عطا محمد نور تېر کال ویلي و چې وروسته له دې به د عبدالله ملاتړ ونهکړي.
- ایا جمعیت ګوند به په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله ملاتړ وکړي؟
پهدې اړه د دغه ګوند یوه سرچینه وايي، ممکن جمعیت په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله ملاتړ وکړي.
خو د جمعیت اسلامي د مشرتابه پلاوي غړی محمد اسماعیل وايي، پهدې اړه به تر سبا پورې د حزب د مشرتابه، درې ناستې جوړې شي.
د ده په خبره تر اوسه وروستی تصمیم نهدی نیول شوی چې جمعیت به د عبدالله ملاتړ وکړي او که نه؟
راپور: خان محمد سیند