د روسیې ولسمشر صربیا ته ځي او په لوړه سطحه خبرې کوي

ارشیف،د روسیې ولسمشر پوتین

په پام کې وه چې بلګراد نن د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ورتګ تود هرکلی وکړي.

پوتین به صربیا ته په‌دې سفر کې د صربیا د ولسمشر په ګډون له یو شمېر چارواکو سره په لوړه سطحه خبرې ترسره کړي.

دا به د صربیا له ولسمشر الکساندر وچیچ سره له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د پوتین ۱۴مه کتنه وي.

صربیا او روسیې له اوږدې مودې راهیسې په خپلو کې اقتصادي، کلتوري او مذهبي اړیکو ته پراختیا ورکړې او دغه اړیکو بلګراد اړ کړی چې له لوېدیځ سازمانونو سره د یوځای کېدو د هڅو تر څنګ له مسکو سره هم په اړیکو کې انډول وساتي.