د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، په سوریه کې د پروني ځانمرګي برید په قربانیانو کې دوه امریکایي پوځیان او دوه ملکیان شامل دي.
د سوریې په منبج ښار کې د دې چاودنې مسؤلیت داعش منلی دی.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي دي چې د دوو سرتېرو تر څنګ په ملکیانو کې یو د دفاع وزارت و او بل یو قرارداد کوونکی و، همداراز پهدې پېښه کې درې سرتېري ټپیان شوي دي.
په سوریه کې د پېښو یوې څارونکې ډلې ویلي دي چې دا چاودنه د ائتلافي ځواکونو له ګزمې سره نږدې وشوه چې تر ۱۲ ډېر کسان پهکې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې مرکز یې په لندن کې دی، وایي چې په دې حمله کې ۱۶ تنه وژل شوي دي.