د اروپایي ټولنې سفیرانو پرون موافقه وکړه چې د روسیې پر څلورو استخباراتي مأمورینو بندیزونه ولګوي.
اروپایي ټولنه وایي، دا څلور تنه د کیمیاوي بریدونو مسؤلین دي.
د اروپایي ټولنې ډیپلوماتانو ازادي راډیو ته وویل چې له دې ډلې به د دوو روسانو شتمنۍ په اروپایي ټولنه کې کنګل شي او د ویزو بندیزونه به پرې ولګول شي.
دا هغه دوه تنه دي چې د بریتانیایي چارواکو په وینا، دوی تېر کال د مارچ په میاشت کې د روسیې پخوانی جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا د بریتانیا په سالزبري ښار کې مسموم کړي وو.
دغو دوو روسي مأمورینو د الکساندر پیتروف او رسلان باشیروف په نوم پاسپورټونه لرل، خو یوه تحقیقاتي سازمان څرګنده کړه چې د دوی اصلي نومان الکساندر میشکین او اناتولي چیپیګا دي.
دغه سازمان داسې اسناد هم ترلاسه کړي دي چې دا ثابتوي چې دوی د روسیې د پوځي استخباراتو لپاره کار کاوه.
د دوو نورو روسانو نومونه نهدي اخیستل شوي.
تمه ده چې دا بندیزونه د اروپایي ټولنې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې تصویب شي.