د کونړ او ننګرهار چارواکي: د داعش د بشپړ له‌منځه وړلو لپاره دې عملیاتونه ډېر شي

داعش جنګیالي

په ختیځ کې د ننګرهار او کونړ ولایتونو د ولایتي شورا ځيني استازي له افغان حکومت څخه غواړي چې په‌دغو ولایتونو کې د داعش د بشپړ له‌منځه وړلو لپاره عملیات ډېر کړي.

که څه هم په ولایتي شوراګانو کې د کونړ او ننګرهار د خلکو استازي په ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې اړوند جنګیالیو د کمېدو خبره کوي، خو وايي په سیمه کې دا ډله په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ده تللې.

د کونړ د ولایتي شورا مرستیال عبدالطیف فضلي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۶» ازادي راډيو ته وویل چې داعش جنګیالي اوس هم د دغه ولایت په ځينو درو کې فعاله دي.

د کونړ مرکز اسعد اباد

نوموړی وايي:

"د ا ډله اوس هم د خلکو په تېره هم د هغو لپاره چې په حکومت کې کار کوي یو ګواښ دی، پولیس یا د ملي اردو ځوانان چې خپلو کورونو ته ځي له دغو درو یا په پټه ځي او یا نورې لارې ځان ته ګوري."

د ده په وینا د داعش له وېرې ډېر خلک له خپلو کلیو لیرې دي او د څو کلونو راهیسې خپلو مېنو ته نه‌دي ستانه شوي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ناصر کامه‌وال په‌دغه ولایت کې د داعش ډلې ځيني فعالیتونه تأییدوي، خو ټينګار کوي چې اوس څه کمزورې شوې ده.

نوموړی زیاتوي:

"په ننګرهار کې د داعش ډلې ګواښ خورا زیات کم شوی دی، خو په کونړ ولایت کې د دې ډلې تحرکات زیات شوي دي."

دا په‌داسې حال کې ده چې پخوا د داعش ډلې په ننګرهار کې زیات فعالیت درلود او په اچین ولسوالۍ کې د ملکیانو سره د یادې ډلې د ظلم او زیاتي ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

وروسته دغې ډلې په جوزجان، ارزګان، سرپل، زابل، بادغیس او نورو ولایتونو کې هم فعالیت پیل کړ چې تل‌يې په اړه اندېښنې ښودل شوې دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي، داعش ډله په افغانستان کې کمزورې شوې او پرته له ننګرهار او کونړ نه په نورو ټولو ولایتونو کې ځپل شوې ده.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید يې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا ډله په هلمند، زابل او فاریاب ولایتونو کې له‌منځه وړل شوې، په ننګرهار کې په شا وتمبول شوه او د ځمکني، هوايي او خاصو عملیاتو په پایله کې دا ډله تقریباً له‌منځه تللې، هو په کونړ کې یو څه ستونزې شته، خو زموږ عملیات لا هم روان دي."

نوموړي همدارنګه وویل چې د ۶ میاشتو د عملیاتو په لړ کې چې پر دوی شوي وو، یو شمېر مهم قوماندانان‌یې هم له‌منځه تللي دي.

له دې سره د نظامي چارو افغان کارپوه محمدا ګل مجاهد وايي چې داعش په ختیځ کې په ښکاره، خو په شمالي ولایتونو کې اوس هم په پټه خپل فعالیتونه کوي.

دی وايي، د دغې ډلې د له‌منځه وړلو لپاره یوازې نظامي عملیات بسنه نه‌کوي، بلکې باید پر وړاندې يې خلک راټول او د دغې ډلې په له‌منځه وړلو کې همکاري وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ