د ایران سپاه پاسداران: په سوریه کې به خپل پوځي حضور وساتو

ارشیف، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب مشر جنرال محمد علي جعفري

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب مشر د اسرائیل د ګواښونو په غبرګون کې ویلي چې ایران به په سوریه کې خپل پوځي حضور وساتي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو یوه ورځ دمخه ویلي و چې که ایراني ځواکونه له سوریې ونه وځي، اسرائیل به یې نښه کړي.

نتانیاهو ویلي و چې هېواد یې تر بل هر وخت ډېر هوډ لري چې په سوریه کې د ایران پر ضد اقدام وکړي.

خو د ایران رسنیو د سپاه پاسداران انقلاب د مشر جنرال محمد علي جعفري له قوله ویلي چې وایي، دوی به خپل پوځي سلاکاران، ځواکونه او وسلې په سوریه کې وساتي.

د اسرائیل صدراعظم د جنورۍ پر دیارلسمه د کابینې په غونډه کې دا هم ویلي و چې هېواد یې په‌دې توانېدلې په سوریه کې پر ایرانيانو او حزب‌الله ډلې په سلګونو ځلو بریدونو سره په سوریې کې د ایران د پوځي پراختیا مخه ونیسي.

جعفري د نتانیاهو ګواښونه مسخره بولي او خبرداری یې ورکړ چې اسرائیل د ده په خبره د زمري له لکۍ سره لوبې کوي.

ایران له روسیې او هم د لبنان د شیعه ډلې حزب الله سره یوځای د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کړی دی.

په‌دې جګړو کې څه باندي ۴۰۰ زره کسان وژل شوي دي.