د بریتانيا پارلمان: له اروپايي ټولنې د بریتانيا د وتلو لپاره ځای نشته

صدراعظمه ټرزا مې

د بریتانيا پارلمان وايي، له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو لپاره ځای نشته.

دا څرګندونې نن په داسې حال کې شوي چې د بریتانيا پارلمان نن ماسختن د دې هېواد د صدراعظمې ټرزا مې د حکومت د راتلونکي په اړه رأيې ورکوي.

وروسته له دې چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيې د وتلو په اړه د ټرزا مې طرحه د پارلمان له‌خوا رد شوه، اوس د حکومت راتلونکی د استازو په لاس کې دی چې ويې ټاکي.

د بریتانيا په تاریخ کې د حکومت یوه طرحه هېڅ‌کله په پارلمان کې له داسې یوې ماتې سره نه‌وه مخامخ شوې. یانې۴۳۲ استازي مخالف او ۲۰۲ استازي موافق.

ټاکل شوې ده نن ماسختن د ګرينويچ پر وخت اووه بجې حکومت ته د رأيې ورکولو پروسه پیل شي.

که د بریتانیا د صدراعظمې ټرزا مې حکومت د اعتماد رأيې واخلي، باید له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيې د وتلو په اړه بله طرحه تر راتلونکې دوشنبې پورې پارلمان ته وړاندې کړي.

خو که حکومت د عدم اعتماد رأيې واخېسته، وضعیت نور هم پېچلی کېږي او د بیړنیو انتخاباتو او حتی د بلې ټول‌پوښتنې احتمال هم شته.

د روان میلادي کال د مارچ نهه ويشتمه يانې تر راتلونکو دوه نیمو مياشتو پورې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د بشپړه وتلو ضرب الاجل ټاکل شوی دی.

د ټرزا مې د طرحې تر ماتې وروسته د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک پر خپله ټویټر پاڼه خبرداری ورکړی چې ښايي دا ښه وي چې بریتانيا په اروپايي ټولنه کې پاتې شي.