د «م.م» د بشري حقونو اړوند اداره د افغانستان د بشري حقونو راپور ارزوي

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اړوند اداره د درېیم ځل لپاره د افغانستان د بشري حقونو رپوټ وارزوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له‌خوا په یوه اعلامیې کې ویل شوي چې د نړیوالې دوره یې بیا کتنې له لوري به د افغانستان د بشري حقونو راپور د جنورۍ پر ۲۱مه بیا و ارزول شي.

افغانستان یو له هغو ۱۴ هېوادونو دی چې د نړیوالې دوره یې بیا کتنې کاري ډله به یې دا راپور ورارزوي.

د ارزونې دا غونډې به د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو لومړنۍ بیا کتنه د ۲۰۰۹ میلادي کال په مې میاشت او دوهم ځل په ۲۰۱۴ میلادي کال په جنورۍ کې ترسره شوه.

په دې غونډو کې به هغه راپورونه چې د هېوادونو له‌خوا چمتو شوې، هغه مواد چې د بشري حقونو د خپلواکو متخصصینو او ډلو او هم هغه اسناد چې د بشري حقونو او ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو له‌خوا برابر شوي وو، وارزول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني به د افغانستان د پلاوي مشري کوي.

د ایسلېنډ، نایجیریا او فلیپین استازي به د افغانستان د بیا کتنې راپور وړاندې کوي.

دوره‌ یي بیا کتنه «UPR» یوه ځانګړې پروسه ده چې په‌کې د ملګرو ملتونو ټولو ۱۹۳ غړو هېوادونو د بشري حقونو د ریکارډ دوره یې بیا کتنه تر سره کېږي.