د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې د پارلمان د بېباورۍ له رأیې سره مخ ده.
دا مسئله وروسته له هغه مطرح شوې چې د ترزا مې د برېګزېټ طرحه په پارلمان کې تأیید نهشوه.
د بریتانیا پارلمان ۴۳۲ غړو له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو یا برېګزېټ په اړه د ترزا مې طرحه رد کړه.
۲۰۲ وکیلانو دې طرحې ته موافقه رأیه ورکړه.
د موافقو او مخالفو رأیو ترمنځ دومره لوی توپیر د بریتانیا په پارلمان کې بېساري بلل شوی دی.
د ترزا مې د حکومت د بېباورۍ د رأیې غوښتنه د کارګر ګوند د مشرانو لهخوا وړاندې شوې.
ترزا مې د پارلمان له رأی ورکولو مخکې د پارلمان استازو ته په وینا کې له هغوی وغوښتل چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه دې یادې طرحې ته کافي رأیې ورکړي، خو داسې ونهشول.