خلیل‌زاد وايي له افغان ولسمشر او ګڼو مشرانو سره پر سولې غږېدلی

زلمی خلیل‌زاد د ملي یووالي د حکومت له مشرانو سره

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، له افغان ولسمشر اشرف غني او ګڼو نورو مشرانو سره‌یې د سولې پر هڅو خبرې کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپله ټویټرپاڼه نن سهار لیکلي چې د سولې په پروسې غږېدلی او ټولو موافقه وکړه چې په‌دې برخه کې پرمختګ په بین‌الافغاني مذاکراتو پورې تړلې ده.

تمه ده زلمی خلیل‌زاد چې پرون کابل ته رسېدلی له دې وروسته پاکستان ته ولاړ شي او هلته به پنځه ورځې د افغان سولې په باب خبرې مخته یوسي.

دی تر دې مخکې هند او چین ته تللی و او د خپل دغه سفر هدف‌یې د افغانستان د سولې د پروسې د پیل لپاره د یوې سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کول یاد کړي.