وسله‌والو د کینیا په نایروبي کې پر یو عصري هوټل برید کړی

د کینیا ځانګړي ځواکونه په نایروبي کې

وسله‌والو کسانو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» د کینیا په پلازمېنې نایروبي کې پر یو عصري هوټل برید کړی.

راپورونه وايي، د هوټل دننه د ډزو او څو درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د کینیا پولیسو له خلکو غوښتي چې د برید تصویرونه او وېډیوګانې دې نه‌خپروي ځکه په وینا یې دا چاره به بریدګرو سره مرسته وکړي.

تر اوسه د بریدګرو او قربانیانو دقیق شمېر نه‌دی په ډاګه شوی، خو ځینو رسنیو لږ تر لږه د اوو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی.

له القاعده شبکې سره تړلې الشباب ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

د ۲۰۱۳ میلادي کال په سپټمبر کې د الشباب وسله‌وال په نایروبي ښار کې یو سوداګریز مارکېټ ته ننوتي وو او هلته‌یې د درې ورځو لپاره یو شمېر کسان برمته کړي وو.

په‌دې پېښه کې ۶۷ کسان وژل شوي وو.