د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د کابل ولایت او کوچیانو د حوزې د شکایتونو د ثبت په لومړۍ ورځیې شااوخوا ۱۰۰ موارد ثبت کړي دي.
د شکایتونو د کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د کابل ولایت د انتخاباتي شکایتونو د ثبت بهیر به د نن چهارشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۶» تر پایه پورې دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ دفتر د شکایتونو فورمې وېشلې دي، هغه کسان چې شکایتونه او اعتراضونه ولري، زموږ دفتر تهیې مراجعه کړې او فورمې یې اخیستي. تر اوسهیې ښايي د سلو په شااوخوا کې د شکایتونو موارد موږ ته سپارلي او په حقیقت کې موږ سره ثبت کړي."
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ د کابل ولایت د ولسي جرګې د ۳۳ مخکښو کاندیدانو او همدارنګه د کوچیانو د حوزې د ۱۰ کاندیدانو ابتدايي لېستونه اعلان کړل چې په وینا یې له نورو څخهیې ډېرې رأیې تر لاسه کړې دي.