امریکا ته د طالبانو خبرداری: له واشنګټن سره به تماسونه پرې کړو

آرشیف، د وسله‌والو طالبانو بیرغ

طالبانو خبرداری ورکړی دی چې که امریکا د مذاکراتو اصلي بحث له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر وتلو متمرکز نه‌کړي، له واشنګټن سره به تماسونه پرې کړي.

په هغې اعلامیه کې چې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ازادي راډیو ته رسېدلې ویل شوي چې د امریکا استازو د قطر د پلازمېنې دوحې په وروستۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د خبرو اترو په راتلونکو پړاونو کې به له افغانستانه د دې هېواد د ځواکونو په وتلو بحث وکړي، خو د طالبانو په وینا اوس امریکا د دې بحثونو دوام ته لېوالتیا نه‌ښيي.

د طالبانو اعلامیه په‌داسې ورځ خپرېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد کابل ته تللی و او د افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او نورو چارواکو سره‌یې وکتل.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي خلیل‌زاد د سې شنبې په ماښام وویل، بېلابېلو هېوادونو ته د سفرونو هدف‌یې د افغانستان د سولې د پروسې د پیل لپاره د یوې سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کول دي.

زلمي خلیل‌زاد سیمې ته د خپل تازه سفر په ترڅ کې هند، متحده عربي اماراتو او چین ته له تګ وروسته کابل ته رسېدلی او تمه ده چې ژر اسلام‌اباد ته ولاړ شي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ښاغلی خلیل‌زاد به پنځه ورځې پاکستان کې پاتې شي او د دې هېواد له چارواکو سره به د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړي.