د انتخاباتو کمېسیون له لوري د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو له اعلان یوه ورځ وروسته هغه کاندیدان چې په لېست کې یې نومونه نهشته یو شمېر یې وايي چې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي او لومړۍ پایلې ورته د منلو نهدي.
دوی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» په کابل په یوې خبري ناسته کې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون تور پورې کړی چې له ملي پروسې سرهیې خیانت کړی او د عدالت د تأمین غوښتنهیې وکړه.
د دغو کاندیدانو په استازیتوب محمد داوود کلکاني وویل:
"زه د کابل د خلکو او د کابل کاندید وکیلانو په استازیتوب وایم چې د کمېسیون له لوري لومړني اعلان شوي نتایج نهمنو او نه هم د کابل خلکو ته د منلو وړ دي، موږ د شکایتونو کمېسیون پرېکړه چې له مخې یې د کابل رأیې باطلې کړې پر ځای بولو او ملاتړ یې کوو."
له کابله ولسي جرګې ته د ښځو په ګډون له ۸۰۴ تنه کاندیدانو یوازې ۳۳ تنهیې توانېدلي ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي.
یو بل تن کاندید عرفانالله عرفان د انتخاباتو پر کمېسیون تور پورې کړی چې داسې اسناد په لاس کې لري چې د انتخاباتو کمېسیون په لومړي لېست کې له ځینو بریالیو کاندیدانو د یوې رأیې په بدل کې له دوو تر درې سوه ډالر اخیستي دي.
صدیق منصور انصاري چې دی هم کاندید و له رسنیو سره ځیني اسناد شریک کړل او زیاتهیې کړه چې دا ډول شااوخوا ۱۵ زره اسناد ورسره شته.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د قوس په ۱۵مه د کابل ولایت د ولسي جرګې انتخابات د دوی په وینا د زیاتې درغلۍ له امله باطل اعلان کړل، خو انتخاباتو کمېسیونیې پرېکړه ونهمنله او د جمهوري ریاست په منځګړیتوب د کابل ولایت رأیو د بیا شمېرلو فیصله وشوه.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني ازادي راډیو ته وویل، د هر چا غوښتنې ورته محترمې دي، خو خپل کارونه به د قوانینو او شته طرزالعملونو په چوکاټ کې مخکې وړي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات په کمېسیون لګول شوي تورونه رد کړل او ویېویل، هر څوک چې پهدې برخه کې شکایت لري، د شکایتونو له کمېسیون سره دې ثبت کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"هغه کاندیدان چې پهدې اړه شکایتونه لري، تر ۴۸ ساعتونو پورې کولای شي د شکایتونو له کمېسیون سره خپل شکایتونه ثبت کړي او ځیني داسې غوښتنې چې د منلو وړ نهوي او امکان هم ونهلري او نه هم د پروسې په خیر وي، هره غوښتنه باید له قانوني لارو تعقیب شي."
معترضو کاندیدانو ګواښ وکړ که یې غوښتنه ونهمنل شي په ټول افغانستان کې به مدني حرکتونه پیل کړي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د کمېسیون پرېکړې د قانون په چوکاټ کې خپلواکې دي او هغه کسان چې ناکام شوي اخلاقي جرأت دې وکړي او خپله ماته دې ومني.
راپور: رحمتالله افغان