جرمني کې یو افغان ايران ته د معلوماتو ورکولو په تور نيول شوی

د جرمني چارواکي وايي چې یو پنځوس کلن افغان چې د جرمني تابعیت لري او د دې هېواد له پوځ سره یې کار کاوه په هغو کسانو کې شامل دی چې د ايران استخباراتي ادارې ته د معلوماتو ورکولو په تور نيول شوي دي.

د جرمني د څارنوالۍ ادارې په‌دې اړه اعلاميه خپره کړې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې تورن کس چې عبدالحميد اېس ياد شوی، نن محکمې ته وړاندې کېږي.

اعلاميې ويلي، داسې شک و چې عبدالحميد اېس له یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې سره کار کوي.

دا کس د ژبې متخصص و او د جرمني له پوځ سره يې د فرهنګي سلاکار په توګه کار کاوه.

اعلاميه وايي، ده د ايران استخباراتي ادارې ته د جرمني کورني معلومات ورکړي دي.