د افغانستان مشرانو جرګه وایي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې رښتینی نهدی.
سره له دې چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د سیاست په اړه خوشبینۍ زیاتې شوي، خو د افغانستان مشرانو جرګه، اسلاماباد پر دوه ګوني سیاست او نهرښتینولۍ تورنوي.
د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د سې شنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» د عمومي ناستې مشري یې هم کوله له امنیتي او دفاعي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د دسیسو ښکار نهشي او په قاطعیت او جدیت د دښمن په مقابل کې ودرېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"له بدهمرغه چې پاکستان یو شمېر نور غربي هېوادونه د افغانستان پر وړاندې رښتني نهدي، هغه فشارونه چې لازم دي، د طالبانو او ترورېزم په ملاتړو وارد شوي نهدي، د همدې لپاره موږ له ناامنیو او جګړې سره مخ یو."
دا پهداسې حال کې ده چې د دوشنبې په ماښام کابل د یوې انتحاري حملې شاهد و چې له املهیې ۴ کسان ووژل شول او ۱۱۳ ټپیان شول.
دا حمله د کابل ښار نهمې حوزې پورې اړوند د ګرین وېلېج په نوم په یوه کمپ کې وشوه او طالبانو یې مسؤلیت ومانه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د همدې پېښې په اړهیې تحقیقات پیل کړي دي.
پاکستان د افغانستان د مشرانو جرګې له لوري پهداسې حال کې پر نهرښتینولۍ تورنېږي چې پهدې وروستیو کې د سولې د دارلانشاء مشر محمد عمر داوودزي او د سولې لپاره د سولې د اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي د سولې لپاره پاکستان ته څلور ورځنی سفر درلود چې د هغه سفر هیله بخښونکی ګڼل شوی او د افغان چارواکو په خبره پاکستان د رښتینې همکارۍ ډاډ ورکړی.
په دې اړه نور: د ډنمارک سفیر: په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب لپاره مرستو ته دوام ورکوود سولې عالي شورا ویلي، د پاکستان کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو هغه هېواد منلې چې په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره هم اقتصادي ګټه لري، د همدې لپاره غواړي چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د مذاکراتو لپاره هڅې وکړي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ډنمارک سفیر نېکولاج پیټرسون په یوه غونډه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د جګړې د ختم او د سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته کوي.
له دې سره د دغې جرګې یو شمېر نور غړي له ډلې یې نظر محمد فقیري وایي، چې په کابل کې وروستۍ حمله د طالبانو له لوري د پاکستان د «ای. اېس. ای» په مرسته ترسره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"دا حمله د طالبانو له لوري د پاکستان د «ای.اېس.ای» په ملاتړ شوې ده، دا یوه بېرحمانه او وحشیانه حمله وه او هدفیې هم نسل وژل دی."
د مشرانو جرګې یوې بلې غړې ګلالۍ اکبري د همدې جرګې په عمومي ناسته کې وویل چې د دوشنبې د ورځې حملې په ډاګه کړه چې طالبان د سولې په خبرو باوري نهدي.
هغې ټینګار وکړ چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات د مخالفو وسلهوالو په تېره بیا د طالبانو پر وړاندې باید زیات شي.
راپور: فېروزه عزیزي