په هرات کې د اورلګېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ ۵ کسان وژل شوي

په هرات کې د اورلګېدو پېښه

په هرات کې د اورلګېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي دي.

د هرات د پولیسو د وياند عبدالاحد ولي‌زاده په وينا یوه ښځه، سړی، دوه لوڼې يې او یو زوی یې په مړو شويو کې شامل دي.

د هرات امنیتي چارواکي وايي، اور پرون په هرات ښار کې په محله نو سيمه کې لګېدلی.

د ښاغلي ولي‌زاده په وينا د دې پېښې انګېزه تر اوسه نه‌ده معلومه.