په کابل کې د ډنمارک سفیر وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو د ښه خوندیتوب لپاره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
په کابل کې د ډنمارک سفیر ټینګار کوي چې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو هدف پهدې هېواد کې د بشري حقونو خوندیتوب او ښوونې روزنې ته د ښځو او نجونو لاسرسی دی او پهدې برخه کې به د ډنمارک مرستې ادامه ولري.
نیکولاج پیترسون «د ښې حکومتوالۍ او تلپاتې سولې په برخه کې د ښځو د ونډې» په نوم خبري ناسته کې، که څه هم په افغانستان کې په دولتي چارو کې د ښځو رول او لاسته راوړنې وستایلې، خو پهدې برخه کې یې په لا زیات کار ټینګار وکړ.
ده زیاته کړه:
"موږ په دوامداره توګه په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړ غوښتنه کړې، دوهمه دا چې د بشري ارزښتونو ساتنه زموږ د کار لومړیتوب جوړوي، له دې امله موږ پهدې برخه کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو لپاره مرستې کوو او زموږ دا مرستې به دوام ولري."
په همدې ورځ ډنمارک د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون سره د اتو لکو ډالرو په ارزښت يو تړون هم لاسلیک کړ چې هدفیې له بشري حقونو ملاتړ ښودل شوی دی.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون لوګو
دغه هېواد له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سره، هر کال يو میلیون ډالره مرسته کوي چې هدفیې د بشري حقونو خوندیتوب، ظرفیت جوړونه او د بیان له ازادۍ او د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ ښودل شوی دی.
د ولسي جرګې د بشري حقونو د کمېسیون غړې عزیزه جلیس پهدې باور ده چې په تېرو څو کلونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او بشري حقونو د خوندیتوب په نوم راغلي میلیونونه ډالر حیف او میل شوي، خو د دغه کمېسیون له لوري پهدې برخه کې د پام وړ کوم کار نهدی شوی.
په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسه سیما سمر وايي، تر کومې چې په يو هېواد کې بشري حقونه او عدالت په بنسټیز ډول ټينګ نهشي، د تلپاتې سولې ټينګښت ناشونی دی.
نوموړې ټینګار وکړ چې دغه مرستې به په شفاف ډول ولګول شي.
ارشیف، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر
مېرمن سمر زیاتوي:
"تر کومې چې په يو هېواد کې بشري حقونه په بنسټیز ډول پلي نهشي، تلپاتې سوله نهشي ټینګېدلای، موږ له ډنمارکه مننه کوو چې پهدې برخه کې موږ سره مرسته کوي، دغه مرستې، د بیان د ازادۍ د ودې او پراختیا لپاره مهمې دي."
اغلې سمر وايي، په وروستیو کلونو کې د ډنمارک مرستو په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب، ملاتړ او څارنې ته زمینه مساعده کړې ده او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په برخه کې نړیوالې مرستې باید دوام ومومي.
راپور: محمد واصل وصال