خلیل‌زاد په پیکېنګ کې له چینایي چارواکو سره لیدنې ګټورې وبللې

ارشیف، د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد کابل ته تر تګ مخکې په پیکېنګ کې له چینایي چارواکو سره لیدنې کتنې ګټورې وبللې.

ښاغلي خلیل‌زاد پر ټويټر په يوه پيغام کې له جګ‌پوړو چینایي چارواکو سره خبرې ګټورې بللي او زیاته کړې يې ده چې دا چارواکو د دغو خبرو د بریالیتوب لپاره ژمن دي.

خلیل‌زاد ویلي چې په‌دې خبرو کې په افغانستان کې د سولې د یوې هر اړخېزې پروسې لپاره چې ټول افغانان په‌کې شامل وي او هم د دې مسئلې د یقیني کولو لپاره چې له افغانستانه به بیا هېڅ‌کله هم د ترورېزم د اډې په توګه استفاده نه‌کېږي، د سیمه‌ییز ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپیو چې منځني ختيځ ته په سفر تللی، د دوشنبې په ورځ یې د سعودي له پاچا سلمان سره کتلي.

پامپيو پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې دوی د افغانستان په ګډون د یمن، ایران او سوريې په اړه خبرې وکړې.

د دواړو لوریو تر منځ د خبرو په اړه جزئيات نه‌دي ورکړل شوي.