د سولې شورا د سیمې او نړۍ په کچه د سولې وروستۍ خبرې مثبت ګام بولي

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

د افغانستان د سولې عالي شورا په دې وروستیو کې د سیمې او نړۍ په کچه د سولې اړوندې خبرې اترې یو مثبت ګام بولي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، سره له دې چې د سولې په اړه خبرې محتاطانه او ارامې روانې دي، خو هیلې شته چې په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو زمینه برابره شي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه شورا له ټولو هغو سیمه‌ییزو او نړیوالو اقداماتو چې له افغان دولت سره په همغږۍ ترسره کېږي او د مذاکراتو د پیل لامل ګرځي، هرکلی کوي.

د سولې عالي شورا لوګو

دی وایي:

"موږ باید د افغانستان راتلونکی په احتیاط او تدبیر سره په نظر کې ونیسو او د سولې له پروسې مدیریت وکړو او موږ ته مهم د سولې مذاکرات دي، په دې برخه کې له هر فرصت او هرې هغې همکارۍ چې کېږي، هرکلی کوو، په څو راتلونکو میاشتو کې به ډېر ښه خبرونه چې ښایي موږ د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو ته نږدې کوي، ستاسې له لارې خلکو ته اعلان کړو."

ښاغلي طاهري د جدې غونډې ته په اشارې سره وویل، دا غونډه لغوه شوې نه‌ده او د سولې عالي شورا هیله‌منده ده، څو د سعودي عربستان دولت وکړای شي چې د سولې پروسې د ملاتړ لپاره د جدې د ناستې نېټه اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د هڅو په دوام د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یو شمېر هېوادونو ته سفرونه پیل کړي وو او د ښاغلي محب د سفرونو تر څنګ، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم په همدې هدف سیمې ته دوره‌اي سفرونه پیل کړي دي.

ښاغلي محب او خلیل‌زاد په خپلو ټویټرپاڼو کې لیکي وو چې دوی د دغو سفرونو په ترڅ کې له یو بل سره کتلي او د سولې په برخه کې به په مشترک ډول کار وکړي.

له دې وړاندې د سولې د دارالانشا مشر محمد عمر داووزي هم د تېرې سې شنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان د همکاریو د خپلولو لپاره اسلام‌اباد ته سفر کړی و.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي سره له دې چې د سولې اړوند وروستۍ هڅې یو مثبت ګام بولي، خو وایي چې نړیواله ټولنه باید پر ګاونډیو هېوادونو اقتصادي او ډیپلوماتیک فشارونه زیات کړي چې د سولې په اړه هڅې مثبتې پایلې ورکړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

نوموړي وویل:

"د افغانستان حکومت تل پرته له کوم قید او شرطه د سولې له پروسې هرکلی کړی، خو مسئله دا ده چې له بده مرغه سیمه‌ییز هېوادونه په هېڅ ډول نه‌غواړي چې جګړه ختمه شي، زما په باور، تر کومه چې پر سیمه‌ییزو هېوادونو اقتصادي او ډیپلوماتیک فشارونه وضع نه‌شي، هغوی به هېڅکله مخالفین د مذاکراتو مېز ته کېننوي."

ښاغلي صدیقي ټینګار وکړ چې د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره باید د دغه هېواد ګاونډيان خپلې هېڅ ډول هڅې ونه‌سپموي.

راپور: فېروزه عزیزي