پاکستاني چارواکي: په عملياتو کې دوه سخت دريځي وژل شوي

ارشیف، پاکستاني ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د پاکستان يوه امنیتي چارواکي ويلي چې د دې هېواد د امنيتي قواوو په عملياتو کې نن هغه دوه سخت دريځي وژل شوي چې په ۲۰۱۱میلادي کال کې د القاعده شبکې له‌خوا د یوه امریکايي په برمته کېدو کې يې لاس درلود.

د پاکستاني چارواکو په وينا دا دوه کسان د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې غړي وو.

وارن واینسټاين په ۲۰۱۱میلادي کال کې په لاهور ښار کې د امریکا د يوې پرمختيايي پروژې کارکوونکی وو او په ۲۰۱۵میلادي کال کې په قبايلي سیمه کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې تصادفاً ووژل شو.

په پنجاب ایالت کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي راو طاهر ويلي چې دغه دوه سخت دريځي عادل حفيظ او عثمان هارون نومېدل. د ده په وينا دا دوه کسان نن سهار په فیصل‌اباد ښار کې ووژل شول.

د پاکستاني چارواکو په وينا دغو دوو کسانو همدا راز په ۲۰۱۳میلادي کال کې د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا ګيلاني د زوی علي حیدر په برمته نيول کېدو کې هم لاس درلود.

علي حيدر په ۲۰۱۶میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکايي قواوو له خوا وژغورل شو.

د معلوماتو له مخې د القاعده شبکې ډېری جګړه ماران اوس‌مهال په‌دغه ځای کې له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.