مسکو توکیو ته خبرداری ورکړ چې د لانجمنو ټاپوګانو په اړه یوه جوړجاړي ته په رسېدو کې دې د پرمختګ تمه تر هغو نهکوي چې لومړی جاپان پر دغو د پاسفیک په خوا کې پرتو ټاپوګانو د روسیې ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژندلې نهوي.
روسیه او جاپان دواړه پر دغو ټاپوګانو چې روسیهیې د جنوبي کوریل ټاپوګان او جاپانیې د خپلې خاورې شمالي برخه بولي، له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې د ملکیت ادعاوې کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې له خپل جاپاني سیال تاره کونو سره له کتنې وروسته وویل، سره له دې چې د دغو لانجمنو ټاپوګانو په اړه یو څه پرمختګ شوی او د دواړو هېوادونو دریځونه سره نږدې شوي، خو بیا هم ډېر اختلافات په خپل حال پاتې دي.
پخواني شوروي اتحاد د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې دغه څلور ټاپوګان چې د هوکایدو په شمال کې پراته دي، لاندې کړي او د دغې لانجې له کبله دواړه هېوادونه تر اوسه نهدي توانېدلي چې د دښمنۍ د پای ته رسېدو لپاره په خپلو کې د سولې رسمي تړون لاسلیک کړي.
د جاپان او روسیې د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال د دغې لانجې په اړه خبرې کوي چې په پام کې ده، د روانې میاشتې په وروستیو کې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د جاپان صدراعظم شینزو ابې په مسکو کې سره وګوري.