په کابل کې د بهرنیانو د یو کمپ مخې ته په موټربم چاودنه کې چې مسؤليتیې طالبانو منلی لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او له ۹۰ زیات ټپیان دي.
روېټرز خبري اژانس د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، د دوی وسلهوالو په دې حمله کې لسګونه بهرنيو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، د کابل په نهمه حوزه کې په دې حمله کې د ګرین وېلېج په نوم کمپ چې غیر حکومتي بهرنۍ مؤسسې او کارکوونکي یې پهکې استوګن دي، په نښه شوی، خو دانش وویل په دې وروستیو کې دغه کمپ تر ډېره خالي و، یوازې محدود ساتونکي پهکې وو او ډېر ځاني او مالي زیان هم نږدې اوسېدونکو ته رسېدلی دی.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل، شااوخوا ۹۰ تنه ټپیان چې اکثر یې ملکي وګړي دي، روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ویلي دي چې په ټپیانو کې ۲۳ ماشومان هم شامل دي.