د کابل او د کوچیانو حوزې د نتیجو له اعلان سره د افغانستان د ولسي جرګې د ترسره شویو انتخاباتو د نتیجو لومړنۍ پایلې بشپړې شوې.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بالاخره له نږدې درېیو میاشتو انتظار وروسته د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې بشپړې کړې.
په دې لړ کې تر ټولو ډېرې ځنډول شوې او له خنډونو سره مخ د کابل او د کوچیانو د حوزې د انتخاباتو نتیجې وې چې کمېسیونيې له بیا بیا ژمنو وروسته د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۴» اعلان وکړ.
د لومړنیو نتیجو له مخې له کابل څخه د ۳۳ کسانو لهمنځه شااوخوا ۱۱ يې پخواني وکیلان دي، خو نور يې نوې څېرې او تر ډېره ځوانان دي.
په ورته وخت کې د کوچیانو له حوزې هم چې ۱۰ څوکۍ يې لرلې، تر ډېره نوي کسان بریالي پېژندل شوي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په نتیجو کې د ځنډېډو یو دلیل حق حقدار ته رسول ګڼي، خو په دغه ټول بهیر کې ستونزې هم نهردوي.
د دغه کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد د کابل او کوچیانو د حوزې د لومړنیو نتیجو د اعلان غونډې ته وویل:
"په دغه رنګه حالاتو کې په افغانستان کې سل په سلو کې شفاف، عادلانه او ښه انتخابات تر سره کول ناشونی کار دی، موږ په دې اعتراف کوو چې په پروسه کې به ستونزې وې، خو کمېسیون په خپل وخت ورته رسېدنه کړې او په وختيې لازم تصمیمونه نیولي، ترڅو د ناورینونو او بحران مخه ونیول شي."
د پلازمېنې کابل او ۳۲ نورو ولایتونو د ولسي جرګې انتخابات د میزان د میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه ترسره شول.
د غزني ولایت انتخابات بیا ټاکل شوي چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو سره یوځای د سرطان په میاشت کې ترسره شي.
خو په دغه بهیر کې د ځنډ له پاسه ځنډ چې کمېسیونيې ننګه کوي، په دې وروستیو کې تر ډېره له انتقادونو سره مخ و.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، کمېسیون باید په دې پوه شي چې پڅو کارونو يې د خلکو د صبر کاسه نسکوره کړې ده.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم غلی پاتې نهشو، بلکې د دوشنبې په ورځيې د وزیرانو شورا په غونډه کې په طنزیه بڼه د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون انتقاد وکړ.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس د نتیجو د اعلان په دغې غونډه کې که څه هم د چا نوم وانهخیست، خو وروستیو پراخو انتقادونو تهيې خپل غبرګون درلود او ویېويل:
"د ځينو څارونکو بنسټونو، ګوندونو او کاندیدانو غلط دریځونه د عامه ذهنونو د خرابېدو سبب شوي دي، سیاسي، امنیتي او روحي فشارونه نهشي کولای چې هېڅکله هم د کمېسیون خپلواکي تر پښو لاندې کړي، ځکه نو ځينو ښاغلو ته به ښه دا وي چې د فشار پر ځای د کمېسیون خپلواکۍ ته درناوی وکړي او د کمېسیون ملاتړ وکړي."
د انتقادونو او ډېرو لوړو ژورو سره مخ د ولسي جرګې تېر انتخابات له شااوخوا درې کاله ځنډ وروسته ترسره شول، خو د لومړنیو نتیجو له اعلان سرهيې لا هم وروستۍ نېټه نهده معلومه چې نوي وکیلان به کله چارې سمبال کړي.
په دې لړ کې د انتخاباتي شکایتونو کار لا پاتې چې د کاندیدانو وروستی برخلیک ټاکي.
راپور: یوسف ځدراڼ
د کابل د ولسي جرګې انتخاباتي پایلې چې د دغه کمېسیون د مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد لهخوا وړاندې شوې:
- حاجي اجمل رحماني
- الحاج عبدالقیوم خیرخواه
- فدا محمد الفت صالح
- احمد جاوید جیحون
- ډاکتر رمضان بشردوست
- خان اغا رضایي
- الحاج امیرګل شاهین
- غلام حسین ناصري
- الحاج ملا محمد جان احمدي
- الحاج الله گل مجاهد
- الحاج سید محمد محمدي
- میر امانالله ګذر
- حاجي خان محمد وردګ
- الحاج قاضي میر افغان صافی
- اجمل ګلاب
- احمد ضیا عظیمي شینوزاده
- توفیق وحدت
- عبیدالله کلیمزی وردګ
- حاجي حفیظالله جلیلي
- حاجي محمد فرهاد صدیقي
- انورخان اوریاخېل
- حاجي زړګی حبیبي
- حبیبالرحمان سیاف
- نجیبالله ناصر
او د مېرمنو له ډلې:
- فاطمه نظري
- مرسل نبيزاده
- شینکۍکړوخېل
- روبینا جلالي
- فوزیه ناصریار ګلدرهیي
- مریم سما
- سلیمه نېکبین
- زهره نوروزی
- جنرال نظیفه ذکي