د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو نوی پړاو بیا له ستونزو سره مخ شوی

د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو نوی پړاو چې ټاکل شوې وه روانه اوونۍ ترسره شي، یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شوی دی.

د سولې او د ۱۷ کلنې جګړې پای ته د رسېدو هڅې چې تل له لوړو ژورو سره مخ وې، دا ځل د خبرو د ځای پر سر له ستونزو سره مخ شوې دي.

طالب مشرانو تېره اوونۍ له امریکايي چارواکو سره د خبرو څلورم پړاو چې ټاکل شوې وه په قطر کې تر سره شي، لغوه کړ او د دغه کار دلیل هم د غونډې د اجنډا او د افغان حکومت د ګډون په سر اختلافات ښودل شوي دي.

په دې لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په سیمه کې په خبرو بوخت دی او ټاکل شوې وه چې د سفر په ترڅ کې یو ځل بیا له طالب استازو سره وګوري، خو ډیپلوماتيکو سرچینو ویلي چې د خبرو د ځای پر سر اختلافونه یو ځل بیا د خبرو د ځنډ سبب شوي دي.

ارشیف، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

په کابل کې مېشت یوه بهرني ډيپلومات چې نوم‌يې نه‌دی اخیستل شوی، روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ټينګار په دې دی چې که دا غونډه په قطر کې جوړېږي، دوی په‌کې ګډون نه‌کوي، خو طالبان په قطر کې د غونډې پر جوړېدو ټينګار لري.

سعودي عربستان او ځيني نورو خلیج هېوادونو په یو ناڅاپي توګه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له قطر سره ډيپلوماتيکې اړیکې وشلولې او دا هېواد يې له سخت دریځو او ایران سره په نږدې اړیکو تورن کړ.

قطر له ترهګرو سره د اړیکو لرل رد کړل، خو له ایران سره‌يې اړیکې لا غښتلې کړې دي.

په دې لړ کې واشنګټن له خلیج هېوادونو غوښتنه کړې، له دې امله چې له طالبانو سره په خبرو کې د دوی همکاري مهمه ده، په خپلو منځو کې اختلافات پای ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره ورځ په دوحه کې وویل، د قطر او د خلیج هېوادونو ترمنځ اختلاف ډېر اوږد شول.

ارشیف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو ځای د سعودي عربستان څخه قطر وټاکه.

دغو ناندریو ته په کتو، یوه طالب استازي د نوم نه‌ښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سعودي عربستان او قطر ترمنځ اختلافونو د سولې خبرې له خنډونو سره مخ کړي.

دغه کس دا هم ویلي چې سعودي عربستان په دوی د جګړې د ختمېدو داسې فشارونه راوړي چې امریکا يې هم غوښتنه نه‌ده کړې.

خو له دې سره په کابل کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سفارتونو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دا ناندرۍ د هغه څه ښکارندويي کوي چې د ډيپلوماتانو په باور، د سیمې د قدرتونو ترمنځ د افغانستان په اړه اجماع نه‌شته.

په کابل کې یوه غربي ډيپلومات د افغانستان د ګاونډیو په اړه ویلي چې دوی یو لاس نه‌دي.

له دې سره یوه ایراني ډيپلومات ویلي چې په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې خبرې دوی ته د منلو وړ نه‌دي، هغه ټينګار کړی چې ایرانیان له دې کار سره د ارام احساس نه‌کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو د طالبانو یوه بل چارواکي بیا ویلي چې ممکن دا خبرې سبا ترسره شي.

په ودرو وېلسن څېړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو یو څېړونکی مایکل کوګلمن یادو ستونزو ته په کتو وايي، د خبرو لغوه کول ډېر ساده کار دی او کله چې ښکېلې خواوې په دې پوه شي چې د دوی غوښتنې له خطر سره مخ دي، په ډېره ساده توګه له خبرو په شا کېږي.

راپور: یوسف ځدراڼ