د یونس قانوني یو ساتونکی پر پولیسو د ډزو په تور ونیول شو

د محمد یونس قانوني یو ساتونکی پر پولیسو د ډزو په تور ونیول شو.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته په یوه لنډ پیام کې ویلي، د لسم ریاست (د لوړپوړو چارواکو د ساتنې ریاست) یو کارکوونکی د پولیسو له‌خوا ونیول شو.

په ورته وخت کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د لوړپوړو چارواکو د ساتنې د ریاست دغه کارکوونکی د پخواني جمهور رئیس د مرستیال یونس قانوني ساتونکی دی.

پخوا تر دې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې د لسم ریاست دغه کارکوونکی نن د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې په داسې حال کې چې پولیس غوښتل د ده د موټر تورې ښیښې پاکې کړي، ده پرې ډز وکړ، ونیول شو.

د مجاهد په خبره، په پېښه کې چاته زیان نه‌دی رسېدلی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه له محمد یونس قانوني او یا د ده له نږدې کسانو سره خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شوو.