د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چین ته تللی

ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د چین پلازمېنې پیکېنګ ته تللی دی.

ښاغلي خلیل‌زاد نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دی به هلته له چینایي چارواکو سره وګوري او د افغانستان د سولې پروسې په اړه به د امریکا د هڅو په اړه ورسره وغږېږي.

خلیل‌زاد د افغانستان د سولې په پروسه کې د چین رول مهم بللی دی او لیکلي یې دي چې دی به په‌دې سفر کې له چین سره د افغانستان د سولې په اړه د یوځای کار کولو پر څرنګوالي غور وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی تېره ورځ په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفیر عاطف مشعل سره لیدلي دي.

نوموړي پر ټویټرپاڼه لیکلي چې له دغو مشرانو سره‌یې د افغانستان د سولې پروسې پر پرمختګونو بحث کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې زلمی خلیل‌زاد چې د جنورۍ له اتمې تر ۲۱مې هند، چین، افغانستان او پاکستان ته په سفر وتلی، هدف‌یې دا دی چې چارواکي د بین‌الافغاني سیاسي جوړ جاړي زمینې برابرولو ته وهڅوي.