رشید: د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون انتقادونه پر ځای نه‌بولم

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ رئیس یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ د حکومتي چارواکو له‌خوا د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون انتقادونه پر ځای نه‌بولي.

د دغه بنسټ رئیس یوسف رشید وايي، حکومت هم په‌دې برخه کې مسؤل دی او باید د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د فساد په اړه د خلکو تر شکایتونو وروسته‌یې کمېسیون پوښتلی وی.

ښاغلی رشید ټینګار کوي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رهبرۍ غړي باید عزل شي.

له نوموړي سره د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي رشید سره مرکه