د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که ترکیه په سوریه کې د امریکا پر ملاتړ لرونکو کُردي ځواکونو برید وکړي، متحده ایالات به "ترکیه له اقتصادي پلوه وځپي."
ترکیې ګواښ کړی چې په سوریه کې به د امریکا پر هغو متحدو کُردي ملېشو برید وکړي چې د داعش وسلهوالې ډلې پر ضد جنګېږي.
د دوشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ټرمپ همدارنګه کُردي ځواکونو ته هم خبرداری ورکړ چې ترکیه دې نهپاروي.
ولسمشر ټرمپ ویلي، د امریکا متحده ایالاتو له سوریې څخه د امریکايي سرتېرو ایستل پیل کړي او په عین حال کې په هغو پاتې سیمو کې په داعش پسې ورځي چې د دې وسلهوالې ډلې په کنټرول کې دي.
اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د امریکا د یو دفاعي چارواکي له خولې چې نومیې نهدی اخیستل شوی ویلي، دوی د پوځي وسایلو ایستل پیل کړي دي.
دې خبري اژانس راپور ورکړی چې تمه ده په راتلونکو اوونیو کې له سوریې څخه دغلته مېشت شااوخوا دوه زره امریکايي سرتېري وایستل شي.